پولیسو د هغه بریدګر عکس اخیستی چې درې ورځې وړاندې یې په باجوړ کې ځانمرګی برید کړی و.

باغي ټي وي رپورټ
داعش په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام د کارکنانو په کنونشن د ځانمرګي برید ذمه واري منلې وه چې پکې ۵۵ کسان وژل شوي او تر ۸۰ زیات ژوبل شوي وو.
امریکا او افغانستان هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او د انساني تلفاتو له امله یې خواشیني ښودلې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې د داعش له خوا یو انځور هم خپور شوی چې په کې یو سړی لیدل کېږي چې پر مخ یې رومال او په لاس کې تومانچه ده.
په دې لړ کې د سي ټي ډي انچارج شوکت عباس هم په يو ويډيويي بيان کې ويلي دي چې موږ د بريد کوونکو په شاوخوا کې رسيدلي يو.
اوس پوليس چارواکي وايي، چې د باجوړ د ځانمرګي بريدګر عکس يې ترلاسه کړى دى، ځانمرګي بريدګر د جي يو آئي (ف) په کنونشن کې په کرسۍ ناست و، بريدګر د خپل کمر په شاوخوا کې چاودېدونکي توکي تړلي وو.
پولیس چارواکي وايي، بریدګر په انځور کې لیدل کېږي چې لاسونه یې له چاودېدونکو توکو سره دي، ځانمرګی د افغانستان دی.
د پولیسو چارواکي وايي، د امنیتي دلایلو او د قضیې د څېړلو له امله یې عکس نه دی خپور کړی.