د انفلاسیون له امله سږ کال ۶۳ سلنه پاکستانیان د سنت ابراهیمي د ادا کولو څخه محروم شوي دي.

0
167

باغي ټي وي رپورټ

ګیلپ پاکستان د عامه افکارو پر بنسټ یوه نوې سروې خپره کړې چې له مخې یې ۷۶ سلنه وګړو د لوی اختر په مناسبت نوې جامې نه دي اخیستي.

د سروې له مخې په سلو کې ۸۷ کسانو شکایت کړی چې د څارویو بیه ډېره لوړه ده، په داسې حال کې چې په سروې کې ۳۱ سلنه پاکستانیان د ټولې غوا پر ځای په اجتماعي قرباني کې برخه اخیستل غوره بولي.

د سروې له مخې ۷۹ سلنه شکايت کوي چې له ټولو هڅو سره سره سږ کال د کوچني اختر لګښتونه زيات شوي دي.

Leave a reply