د پنجاب نګران وزيراعلي زندانيانو ته د خپلې بې ګناهۍ ثابتولو موقع ورکولو لپاره د ځانګړې کمېټۍ جوړولو اعلان کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي د لاهور کېمپ جيل دوره وکړه او بيرک ته يې لاړ او د بنديانو ستونزې يې واورېدې.
په دې موقع وزيراعلي د يوې ځانګړې كمېټۍ د جوړولو اعلان وكړو چې بنديانو ته د خپلې بې ګناهۍ د ثابتولو موقع وركړي شي۔
محسن نقوي وايي، د ځانګړې کمېټۍ په سپارښتنو به د بې ګناه بنديانو د خوشې کولو لپاره قانوني کاروايي کېږي، هېڅ بې ګناه به په جيل کې نه پاتې کېږي او مجرم به نه بښل کېږي.
بل لوري ته وزيراعلي په دريوؤ ورځو کې دبنديانو په بيرکونو کې د اير کولر لګولو امر کړى اؤ دغه راز يې دهغو بنديانو دمعائنې کولو هدايات هم کړي چې په رواني ناروغيو اخته دي.






