د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ مرکزي قيادت د نگران وزيراعظم لپاره په بيلا بيلو نومونو غور کوي.

U.S. - Pakistan Clean Energy Business Opportunities Conference December 1-2, 2015.
باغي ټي وي رپورټ
د سرچينو ترمخه د نگران وزيراعظم لپاره دحکومت اؤ اتحاديانو ترمينځ صلاح مشورې روانې دي، دمسلم ليگ(ن) مشر نوازشريف اؤ اصف علي زرداري ترمينځ څو ځله مشورې شوي اؤ وروستو به دوزيراعظم نوم په اړه فيصله کيږي.
سرچينې وائي د نوازشريف اؤ اصف زرداري لخوا ټاکل شوي نومونه به وزيراعظم ته وړاندې کيږي اؤ دزيارت په ورځ به دوزيراعظم شهباز شريف اؤ اپوزيشن ليډر راجه رياض ترمينځ مشاورت کيږي.
د نگران وزيراعظم لپاره د پنځو کسانو نومونه شارټ ليسټ کړي: خواجه آصف
تر دې وړاندې د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو چې د نگران وزیراعظم لپاره پنځه نومونه شارټ لسټ شوي دي.
د نیوز د راپور له مخې د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند پریکړه کړې چې د نگران وزیراعظم څوکۍ لپاره به یو سیاستمدار غوره کوي چې د هغې لپاره به ۵ نومونه شارټ لیست شوي دي.
خواجه اصف ویلي چې په دې لړ کې ورته هیڅ وړاندیز نه دی شوی.






