د پټروليم وفاقي وزير سناتور ډاکټر مصدق ملک د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو د زياتوالي علتونه بيان کړي دي۔

0
167

باغي ټي وي رپورټ

په یوه بیان کې مصدق ملک ویلي چې په نړیواله کچه د تېلو د بیې د لوړېدو، د ډالر او روپۍ د تبادلې د نرخ له امله پټرول ګران شوي دي.

هغه وويل، چې له تېرو ١٥ ورځو راهيسې په نړيواله کچه د تېلو بيه د ورځې دوه ډالره لوړه شوې ده.

د پټرولو په نرخ کې زیاتوالی

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ حکومت د نفتي توکو د بيو په لوړولو سره پر عامو خلکو بمباري وکړه.

حکومت د هاي سپيډ ډيزل په بيه کې ۱۹ روپۍ ۹۰ پيسې زياتوالی راوستی چې له دې وروسته د هاي سپيډ ډيزل نوې بيه ۲۷۳ روپۍ ۴۰ پېسې ته رسېدلې ده.

د پټرولو په بيه کې ۱۹ روپۍ ۹۵ پيسې زياتوالی راغلی چې له دې وروسته د پټرولو نوې بيه ۲۷۲ روپۍ ۹۵ پيسې شوې ده.

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې زياتوالے به په فوري توګه نافذ کړے شي۔

Leave a reply