په مکه مکرمه کې کعبې ته د غسل ورکولو په مراسمو کې د کعبې دروازه پرانیستل شوه.
باغي ټي وي رپورټ
د عربي رسنیو له مخې، د کعبې د غسل په مراسمو کې د حرمین شریفین د اداري چارو امامانو او چارواکو هم ګډون کړی و.
د مکې مکرمې مرستیال والي شهزاده بدر بن سلطان د بیت الله شریف دروازه پرانیستله او د کعبې شریفې ته یې غسل ورکړ.
د مکې مکرمې مرستیال والي د حرمینو شریفینو د سرپرست پاچا سلمان بن عبدالعزیز استازیتوب وکړ.
د کعبې د غسل پر مهال د بیت الله داخلي دیوالونه او فرشونه پاک شول او د غسل کعبې لپاره ۲۰ لیتره د زمزم اوبه او ګلاب اوبه وکارول شوې.
د غسل نه وروسته کعبه په خالص عود، عرق او عطرو خوشبویه شوه.