د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا هند ته د خبرو وړاندیز کړی دی.

0
75

باغي ټي وي رپورټ

اسلام اباد کې د منرالونو غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف وويل چې د شخړو په پرامن حل باور لري، جنګونه د ستونزو حل نه دي، خبرې اترې پرمختگ کولى شي او مونږ بايد خپل وسائل د ولس په گټه مصرف کړو.

لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، پاکستان له خپل ګاونډي سره هم خبرو ته چمتو دی، خو شرط یې دا دی چې ګاونډی هم د خبرو میز ته کیناستلو ته چمتو وي.

شهباز شریف ویلي، پاکستان له امریکا سره د متقابل اعتماد او احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي، له امریکا سره داسې اړیکې نه غواړي چې په کې یو بل ته دوکه ورکړي.

هغه زیاته کړه، د ریکوډیک پروژه د هېواد په تاریخ کې هم ځانګړی اهمیت لري او د ترا ډبرو سکرو په نړۍ کې د ډبرو سکرو یوه له سترو پروژو څخه ده.

وزيراعظم وويل مونږ دکوم کارټيل يا سياسي وجوهاتو له امله خفه شوي يو، کرپشن هم دترقۍ په لاره کې يو ستر خنډ دى، مونږ بايد دتيرو تېروتنو څخه درس واخلو او پرمخ لاړ شو. شهبازشريف وئيلي دي چې دکرپټو کسانو دبدعنواني په اړه نظرونه غورځول شوي او نيب هم دسياسي انتقام لپاره خلک په نخښه کوي.

Leave a reply