مشترکه تحقیقاتي ټیم (جی آئي ټي) د مئي په نهمه د جناح هاؤس د حملې او اور لګولو کیس کښې د پي ټي آئي چیرمین عمران خان ته د جمعې په ورځ احضار کړ.

0
176

باغي ټي وي رپورټ

د پي ټي آئي چيئرمېن په ټولو نامزدو کيسونو کښې احضار کړے شوے دے او جے آئي ټي عمران خان په څلورم ځل طلب کړے دے۔

دپوليسو ترمخه عمران خان تر دې مهاله يواځې يو ځل حاضر شوى اؤ دپي ټي ائي دچيئرمين په ضد يې دجي ائي ټي غړو ته دډارولو شکايت درج کړى دى.

ياده دي وي چي عمران خان په اول ځل د جولائي په 14مه نيټه د نهم مئ د پيښي تحقيقاتي جے آئي ټي ته وړاندي شوے وو او د لاهور په قلعه ګجر پوليس هيډکوارټر کښي د جے آئي ټي مخي ته د پيشي لپاره طلب کړے شوے وو۔

د می په 9 څه پیښ شوي؟

ياده دې وي چې د مئي په نهمه نيټه د القادر ټرسټ کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د نيول کېدو وروستو د ملک په ګڼو ځايونو کښې د پرتشدد احتجاجونو لړۍ پيل شوې وه چې پکښې شرپسندانو په رياستي او پوځي تاسيساتو حمله کړې وه.

د درې ورځنيو تاوتریخجنو مظاهرو په ترڅ کې ۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي، چې په ترڅ کې یې دولتي او پوځي املاک ته هم زیان اوښتی، د پاکستان حکومت په هېواد کې د حالاتو د کنټرول په موخه د څو ورځو لپاره انټرنیټ بند کړ.

وروسته، حکومت د می نهمه د تورې ورځې په توګه اعلانولو سره د شرپسندانو پرضد کرکه وکړه او پریکړه یې وکړه چې د اردو قانون لاندې مقدمې چلوي.

Leave a reply