د اسلام آباد هيلتھ کير اتهارټي ټولو هسپتالونو ته هدايات جاري کړي دي چي د طبي خدماتو رېټ لسټ پوسټ کړي۔

0
79

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام آباد د صحت ادارې لخوا جاري شوي هدایات کښې ویل شوي چې ټول هسپتالونه دې د طبي خدماتو نرخ فهرست په استقبالیه کښې وساتي او په لسټ کښې دې په او پی ډی کښې د ډاکټرانو چارج واضحه وي.

هداياتو کې زياته شوې چې په لېسټ کې دې د ICU او وينټيلېټر چارجز هم په ډاګه شي او د هر ډول ټیسټونو او سکینونو نرخونه دې هم په لېست کې په واضح ډول لیکل شوي وي.

د اسلام آباد د صحت ادارې لیبارټریانو او تشخیصي مرکزونو ته هم د نرخونو ټاکلو هدایات جاري کړي دي چې پکښې هسپتالونو او لیبارټریانو ته د پينځو ورځو دننه د طبي خدماتو نرخونه ادارې ته استولي شوي دي.

د اسلام آباد هيلتھ کيئر اتهارټي د مريضانو او د هغوي خاندانونو د اسانتياو په نظر کښي نيولو سره د ریٹ لسټ جوړولو هدايات جاري کړي دي۔

چارواکي وايي، د طبي خدماتو د بیې د نه پوهېدو له امله ناروغان او کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

Leave a reply