د سندهـ په شهردادو کې د سخت باران نه وروستو په ګورخ هيل سټيشن کې د تودوخې درجه لس درجو ته راښکته شوې ده.
باغي ټي وي رپورټ
د سختو بارانونو له وجې په مهر، خيرپور ناتن شاه، جوهي او دادو شهر کښې د بجلۍ بند شوې دې۔
د بله پلوه د ګوجرانواله په هرار کې د باران د نالی بند مات شوی چې له امله يي ۱۵ فوټه پراخه درز رامنځته شوی دی.
بل خوا د بلوچستان په زيارت او جهل مګسي سيمو او شاوخوا سيمو کې باران ورېدل، چې له امله يې په سيندونو او ويالو کې سېلاب راغلى او د ځمکې ښويېدنې له امله د M8 په لويه لاره د تګ راتګ چارې هم بندې شوې دي.
سیلاب د چلاس په سجین کې د قراقرم لویه لاره ډوبه کړې چې وروسته د ګلګت او راولپنډۍ تر منځ ځمکنۍ اړیکه پرې شوه.
د دې نه علاوه د موسمياتو محکمې نن په لاهور، سيالکوټ، مري، ګليات، ايبټ آباد، مانسهره، کوهستان او د سندهـ ساحلي سيمو کښې د باران امکان څرګند کړے دے۔