سترې محکمې د کيمياوي شيدو د خرڅولو د دريو تورنو د ضمانت درخواستونه رد کړل.

0
196

باغي ټي وي رپورټ

د سترې محکمې د جسټس يحيى افريدي په مشرۍ کې دوه کسيز بينچ د کيمياوي موادو لرونکې شيدې خرڅولو کې د درې تورنو کسانو د ضمانت د درخواست اورېدنه وکړه.

د ملزم محمد اقبال، محمد عارف او محمد ابرار په ضد د کيمياوي سره ګډې شيدې خرڅولو مقدمه درج کړې شوې ده کومه چې د قصور په خاديان پوليس سټيشن کښې د پنجاب فوډ اتهارټي سيفټي افسر په شکايت درج کړې شوې ده۔

فوډ اتهارټي د کاروائي په مهال د ملزمانو نه 1300 ليټره کيميائي مخلوط شوي شيدې برآمد او تباه کړي دي، د ملزمانو د ضمانت درخواستونه هم ټرائل کورټ او هائي کورټ مسترد کړي وو۔

سترې محکمې د تورنو کسانو د ضمانت درخواستونه هم رد کړي او محکمې اعلان کړی چې د انسانانو له ژوند سره لوبې کوونکو ته هېڅ استثنا نشته.

عدالت د پنجاب خصوصې استغاثې ته امر کړی چې د ملزمانو مقدمه دې په دوه میاشتو کښې مکمله کړی.

Leave a reply