د پاکستان پیپلز پارټۍ فیصله کړې ده چې هغو کسانو ته به د پارټۍ ټکټونه نه ورکوي چې په تیرو انتخاباتو کې یې بې اعتمادي کړې وه.

0
179

باغي ټي وي رپورټ

د پارټۍ سرچينې وائي چې دا فيصله د بلاول بهټو په مشرۍ کښې شوې غونډه کښې شوې ده چې پکښې هغه سياسي مشران هم شامل دي کومو چې د پيپلز پارټۍ ټکټونه ريټرننګ افسر ته جمع نه کړے وو، فردوس عاشق اعوان، قيوم جتوئي خاندان، شوکت بسرا، نوشیر لنگڑیال، کاشف نوید پنسوتا، ډاکټر جاوید ګنجال او نور شامل دي.

سرچينې وائي چې دغو ټولو مشرانو دپارټۍ مشرانو ته په پارټۍ کې دګډون کولو وړانديزونه کړي خو بلاول بهټو انکار کړى دى.

د ولسمشر په لارښوونه د ګوند پرېښودو کسانو نومونه د نوماندانو په لېست کې نه شاملېږي او نه به يې معاف کېږي.

سرچينې زياته کړې، چې د لوړې کچې په دې غونډه کې اصف زرداري، يوسف رضا ګيلاني، مخدوم احمد محمود، نير بخاري، عبدالقادر شاهين، رخسانه بنګش او نورو مشرانو ګډون کړى و.

Leave a reply