د ترهګرۍ ضد ادارې د خېبر پښتونخوا باجوړ ضلع کې د خاشقجي د چاودنې په تړاو شواهد راټول کړي دي.

باغي ټي وي رپورټ
د اتوار په ورځ د باجوړ ضلعې په مرکز خار کې د جمعیت علمای اسلام (JUI) د کارکونکو په کنونشن کې د چاودنې له امله ۴۳ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ژوبل شوي دي.
په وژل شوؤ کې د جمعيت علمائي اسلام خار تحصيل خار امير مولانا ضياءالله جان اؤ د نواګي تحصيل جنرل سيکرټري حميدالله حقاني هم شامل دي اؤ د جيو نيوز کمره مين سميع الله هم په دغه چاؤدنه کې سخت ژوبل شوى دى.
بل خوا د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل (آی جی) اختر حیات خان دا چاودنه ځانمرګی بللې ده.
هغه زياته کړه، چې په چاودنه کې لس کيلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي او د پېښې له ځايه د بال بيرنګونه هم ترلاسه شوي دي.
د پولیسو په وینا، په لومړنیو پلټنو کې څرګنده شوې چې په پېښه کې د داعش ډلې لاس دی.
پولیس وايي، د ځانمرګي بریدګر په اړه معلومات ترلاسه کوي او د چاودنې د ځای د جیو فینسنګ چارې هم روانې دي. د بم ډسپوزل یونټ (BDU) ټیمونو د چاودنې ځای څخه نمونې هم ترلاسه کړي دي.
پوليس وائي چي د سي سي ټي وي او کيمرې فوټيج هم ترلاسه کړے شوے دے۔د سي ټي ډي عمله د چاودني په اړه نور تحقيقاتو کښي مصروف دي۔
ولسمشر عارف علوي، لومړي وزير شهباز شريف، د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري، پخواني ولسمشر اصف زرداري، د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف، مريم نواز او مولانا فضل الرحمان د باجوړ چاودنه په کلکه غندلې ده.






