فیډرل بورډ آف ریونیو (ایف بی آر) په تیر مالی کال کې د مالیاتو راټولولو هدف ترلاسه کولو کې ناکام شو.

0
138

فیډرل بورډ آف ریونیو (ایف بی آر) په تیر مالی کال کې د مالیاتو راټولولو هدف ترلاسه کولو کې ناکام شو.

د سرچينو له مخې ايف بي آر تير مالي کال کې د هدف څخه 495 اربه روپۍ کمې راټولې کړې وې، د ايف بي آر هدف 7640 اربه روپۍ راټولول وو.

سرچينه زياتوي، چې په تېر مالي کال کې بهرنۍ مستقيمه پانګونه له ٢٥ سلنې څخه ٤٨٠ ميليونه ډالرو ته راټيټه شوې، په داسې حال کې چې په لويو صنعتونو کې د ودې کچه منفي ١٤،٣٧ سلنه وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېر مالي کال له بهر څخه رالېږل شوې پيسې ٣.٨٦ سلنه زياتې شوې دي.

د دې تر څنګ د تېر مالي کال په اوږدو کې د پاکستان بهرنۍ مالي مرسته منفي پاتې شوه، چې عمده لاملونه يې له دولتي بانک څخه د پور اخيستلو بنديز او د IMF د پور پروګرام ځنډول دي.

د مالیې وزارت د سرچینو د معلوماتو له مخې، په تېر مالي کال کې حکومت بهرنۍ پورونه لږ او بېرته یې ډېر کړي، تېر کال حکومت باید له سیمه ییزو بانکونو او غیر بانکي سرچینو سوداګریز پورونه واخلي.

سرچينې وائي چې دتير مالي کال ابتدايي خساره دجي ډي پي ٧ فيصده ته رسيدلى شي، دتير مالي کال په لمړيو ٩ مياشتو کې بهرنۍ سرمايه ٦٨٢ اربه روپۍ منفي وه.

Leave a reply