د ستلج سیند کې د ټیټې کچې سیلابونو له امله یو شمیر میشت ځایونه ډوب شوي.

باغي ټي وي رپورټ
د راپورونو له مخې، د ستلج په سیند کې د ټیټې کچې سیلاب یو شمیر استوګنځایونه لاندې کړي چې له امله یې د سیمې خلک سخت سخت زیانمن شوي دي.
بل خوا د بارانونو له امله په راوي سيند کې د سر بند څخه اوبه په پرله پسې توګه روانې دي چې له امله يې کماليه کې د ټيټې درجې سېلاب راغلى دى.
د راپورونو له مخې، اوبه د سیند په اوږدو کې مېشتو سیمو ته ننوتې، ځايي خلک د خپلو څارویو په ایستلو او خوندي ځای ته د لېږدولو په برخه کې مرسته کوي.
د دې نه علاوه د سندهـ په بيراجونو باندې د اوبو سطحه په پرله پسې توګه لوړه شوې ده، د پنجاب نه راغلې سيلابي ريلې د سندهـ په بيراجونو باندې تېرېدونکې دي.
بل لوري ته د بلوچستان دډيره مراد جمالي پشمول په بيلا بيلو سيمو کې د بارانونو له امله په ټيټو سيمو کې اوبه جمع شوي دي.
په ديره بګټي کښي ايف سي باران متاثرينو کښي امدادي مواد ويشل۔





