د المپیک ملي کمیټې سرپرست د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمیټې له رئیس سره کتلي.

0
276

د المپیک ملي کمیټې سرپرست د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمیټې له رئیس سره کتلي.

30 جولاي یکشنبه 2023

د افغانستان د المپیک ملي کميټې او سپورت عمومي ریاست له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې کمیټې عمومي رئیس مولوي عبدالودود حقاني د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له رئیس البیرټ کایو سره وکتل.

 

ښاغلي حقاني له معلولو افغانانو او په ځانګړې توګه له ویلچر باسکېټبال ورزشکارانو سره د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې مرستې او همکارۍ د ستاینې او درناوي وړ وبللې او له هغوی څخه یې مننه وکړه.

 

د افغانستان لپاره د نړیوال سره صلیب رئیس د ویلچر باسکېټبال له معلولو ورزشکارانو سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه او د هغه په ټکو، له څو لسیزو یې له دوی سره په افغانستان کې کار کړی.

 

 

د سره صلیب نړیواله کمېټه د افغانستان د ویلچر باسکېټبال د ملي لوبډلې مالي او لوژستیکي ملاتړ کوي او په نړیوالو سیالیو کې یې د لوبېدو امکانات برابروي.

 

په تېره می میاشت کې د ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې په ټایلنډ کې اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په سیالیو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي او لوژستيکي مرسته ګډون وکړ او په پایله کې یې دویم مقام ترلاسه کړ.

اړوند موضوعات

د المپیک ملي کمیټې رئیس د پاسپورټ عمومي ریاست له رئیس سره د ورزشکارانو د پاسپورټونو په اړه خبرې اترې کړي.

 

 

په پای کې المپیک ملي کمیټې او سپورت رئیس عبدالودود حقاني د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس ښاغلي البېرټ کایو ته یوه افغاني اوبدل شوې غالۍ ډالۍ کړه او د ښاغلي البېرټ کایو په غوښنه یې د سرې میاشتې له دفترونو او کار ځایونو څخه لیدنه وکړه.

Leave a reply