د المپیک ملي کمیټې رئیس د پاسپورټ عمومي ریاست له رئیس سره د ورزشکارانو د پاسپورټونو په اړه خبرې اترې کړي.

د المپیک ملي کمیټې رئیس د پاسپورټ عمومي ریاست له رئیس سره د ورزشکارانو د پاسپورټونو په اړه خبرې اترې کړي.
14 جون چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست رئیس مولوي عبدالودود حقاني د پاسپورټ ریاست له رئیس مولوي عبدالکریم حسیب سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې حقاني د پاسپورټ ریاست له همکاریو مننه وکړه، چې تل یې د ورزشکارانو د پاسپورټ په برخه کې همکاري کړې ده او په یاده برخه کې تر دې دمه هیڅ ورزشکار هم له ستونزو سره نه دی مخ شوی او نه یې په ورزشي سفر کې ځنډ راغلی دی.
مولوي عبدالکریم حسیب هم په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی تل هڅه کړې، چې د ورزشکارانو لپاره د پاسپورټونو په ورکړه کې بېړه وکړي؛ ترڅو یې په ورزشي سفرونو کې ځنډ او خنډ رانه شي.
اړوند موضوعات
په پای کې دواړو لوریو د یادو همکاریو پر دوام او لا غښتلتیا ټينګار وکړ او پر یو لړ اقداماتو یې هوکړه وکړه، چې له مخې به یې د ورزشکارانو د پاسپورټونو په ورکړه کې نوره اسانتیا هم راشي.






