د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ١٤ تنه کارکوونکي د لنډ مهاله تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان ته هیواد ته سفر وکړ.

0
162

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ١٤ تنه کارکوونکي د لنډ مهاله تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان ته هیواد ته سفر وکړ.

30 جولاي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن یک شنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ١٤ تنه تخنیکي کارکوونکي د لنډمهاله تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان ته په سفر روان شول.

 

دغه ۱۴ تنه کارکوونکي به د ۴میاشتو په موده کې به د اوسپنې پټلۍ اړوند تخنیکي زده کړې لکه دیسپیچري، مانور، ارتباطات او سیګنالینګ او د لوکوموتیونو کنترول ترلاسه کړي او هېواد ته تر راګرځېدو وروسته به د دوی له تجربو او زده کړو د اوسپنې پټلۍ په پراختیا کې ګټه واخیستل شي.

 

یاده دې وي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې څو میاشتې وړاندې هم ۱۳ تنه تخنیکي کارکوونکي د لنډمهاله عملي زده کړو لپاره ترکمنستان ته لیږلي وو، یاد کارکوونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي او د دوی له تجربو او زده کړو د اوسپنې پټلۍ په پراختیا کې ګټه اخیستل کیږي.

اړوند موضوعات

ازبکستان، پاکستان او افغانستان هیوادونو د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مسیر موافقه ترسره کړی.

 

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي د اوسپنې پټلۍ اړوند نورې تعلیمي بورسېې هم ترلاسه کړي څو د کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو سره د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې د افغاني کدرونو په واسطه مخ ته یوسي.

Leave a reply