ازبکستان، پاکستان او افغانستان هیوادونو د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مسیر موافقه ترسره کړی.

ازبکستان، پاکستان او افغانستان هیوادونو د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مسیر موافقه ترسره کړی.
18 جولاي سه شنبه 2023
نن سه شنبه د پاکستان هېواد په اسلام اباد ښار کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو د اوسپنې پټلۍ د لوړ رتبه مسؤلینو ترمنځ په درې اړخیزه ناسته کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې پر مسیر چې له مزار شریف څخه پیل او د پکتيا ولايت تر خرلاڅې بندر پورې دی، موافقه وشوه.
همدارنګه دغه ناسته کې د یادې پروژې د مخ ته وړلو لپاره یو کلن پلان لاسیلک شو. د دغه پلان له مخې به یو نړیوال مشورتي شرکت د یادې پروژې اړین معلومات چمتو کوي، څو دغه معلومات له هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو سره په بېلابېلو ډولونو شریک شي او په اساس یې نړیوال بنسټونه او هېوادونه لیوالتیا پیدا کړي، تر څو د دغه مهمې عایداتي او انکشافي پروژې په جوړولو کې پانګونه وکړي.
ورته وخت کې د غونډې ګډونوالو تاکید وکړ چې د دغې پروژې د امکان سنجي تخنیکي او تفصيلي مطالعات باید په خورا دقت ښه کيفيت او مناسب سرعت سره ترسره شي، څو ژر تر ژره يې چارې په عملي ډول پیل شي.
اړوند موضوعات
ازبکستان کې د اوسپنې پټلۍ مسؤلینو درې اړخیزه ناسته کې د افغان ټرانس پروژې ګډ دفتر پرانیستل شو.
یاده دې وي چې دغه ناسته کې د درې واړه هېوادونو د اوسپنې پټلۍ د لوړرتبه مسؤلینو تر څنګ، اسلام اباد کې افغان سفیر سردار محمد شکیب، د ازبکستان سفیر عثمانوف د پاکستان هېواد د ریل ګاډو وزیر خواجه سعد رفیق او د ماليې وزير اسحاق ډار هم ګډون کړی وو.






