امریکا له افغانستانه پرته له کوم شرطه وتلې ده

0
137

نړیوالو رسنیو د سې شنبې په ورځ د اسد په ۷مه خبر ورکړ چې مک کال د امریکا د استازو مجلس د استماعیه غونډې په ترڅ کې وویل چې د بایډن ادارې په افغانستان کې د څه باندې ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات طالبانو ته پریښي دي.

مک کال څرګنده کړه: زه دا غیر مشروط وتل طالبانو ته غیر مشروط تسلیمول بولم چې اوس یې افغانستان نیولی دی. دغه امریکايي چارواکي په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۶۵۰ ته د راکمولو پلان هم «لیونی» بللی دی.

(2023 / 7 / 30   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال وايي، هېواد یې په افغانستان کې طالبانو ته بې قید او شرطه تسلیم شوی دی.

نړیوالو رسنیو د سې شنبې په ورځ د اسد په ۷مه خبر ورکړ چې مک کال د امریکا د استازو مجلس د استماعیه غونډې په ترڅ کې وویل چې د بایډن ادارې په افغانستان کې د څه باندې ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات طالبانو ته پریښي دي.

اړوند موضوعات:

“که د امنیتي ادارو اعتراض نه وي، په پریډ ګراونډ کې د هیلي کوپټرو په ښکته کېدو کې کومه ستونزه نشته”

Leave a reply