“که د امنیتي ادارو اعتراض نه وي، په پریډ ګراونډ کې د هیلي کوپټرو په ښکته کېدو کې کومه ستونزه نشته”

0
188

باغی ټي وی رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناالله وايي که د امنيتي ادارو لخوا اعتراض نه وي نو مونږ ته د عمران خان د هيلي کاپټر په پريډ ګراونډ کښې د کيښناستو کومه ستونزه نه ده.

د جيو نيوز په کيپيټل ټاک پروګرام کې د خبرو پر مهال رانا ثناءالله وويل چې الله پاک دې اوس د نوازشريف په پارک کې دھرنا ورکړي، څوک وايي چې د خلکو سمندر به راوړي، وبه ګورو چې څنګه؟ هغه سمندر راوړي ..
کله چې د ولسمشر او وزیراعظم د سیاسي مشرانو سره د ملاقاتونو په اړه پوښتنه وشوه نو حر رانا ثنا وویل چې د صدر دفتر غیر سیاسي دی او د وزیراعظم دفتر سیاسي دی.

رانا ثناءالله وويل چې د ارشد شريف په وژنه کې دوه کسان لاس لري، دوه کسان له دې مقدمې نه بهر نه شي وتلى، د لندن نه تورونه لګوي هغه فرياديه ده.
ده ووئيل چې وزيراعظم د ارشد شريف او نورو چارو په اړه چيف جسټس ته خط ليكلي دي٬ د ارشد شريف د مور د مطمئن كولو لپاره دې يو انكوائري كمېشن جوړ كړې شي٬ ټيم ته وئيلي شوي چې د ارشد شريف مور سره دې په ټولو معاملو خبرې وكړي۔
دا خبره د یادونې ده چې د اسلام اباد ضلعي انتظاميې د پاکستان تحريک انصاف ګوند ته د جلسې مشروط اجازه ورکړې خو هيلي کاپټر ته يې په پريډ ګراونډ کې د کيناستو اجازه ورنه کړه.

ضلعي انتظاميه وائي چي پريډ ګراونډ ډيره حساسه سيمه ده، پريډ ګراونډ کښي هيلي پيډ نشته، په 36 شرطونو او ضابطو کښي به جلسي ته په مخصوصه لار راولپنډئ ته رسيدے شي۔

Leave a reply