مفتي تقي عثماني ویلي دي چې د الله تعالی لوی شکر دې چې د پاکستان په تاریخ کښې اول ځل یو د قرآن حافظ د فوځ سرلښکر جوړ شوې دې

0
164

باغی ټي وي رپورټ
نامتو دیني عالم مفتي تقي عثماني ویلي، الحمدلله د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د قران کریم یو حافظ د پوځ مشر ټاکل کېږي.

تيره ورځ اولس مشر عارف علوي د مهمو تقررونو په سمري دستخط وكړو چې ورسته جنرال عاصم منير د آرمي چيف او جنرال ساحر شمشاد د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ټاكل شوي دي۔
د آرمي چيف د ټاکلو وروستو مشهور ديني عالم خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې د ملک په تاريخ کښې په اول ځل يو حافظ قرآن د آرمي چيف په توګه ټاکل کيږي هيله ده چې جنرل عاصم منير به د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال قرآني لارښوونې په نظر کې ساتي.

د دې تر څنګ د پاکستان د علماوو شورا مشر طاهر اشرفي ویلي، چې د پاکستان علما او شیخان د پوځ د لوی درستیز په توګه د جنرال عاصم منیر او د ګډو ځواکونو د مشر په توګه د جنرال ساحر شمشاد مرزا ټاکل د ویاړ او افتخار ګڼي.
ياده دي وي چي ليفټننټ جنرل عاصم منير به اولني آرمي چيف وي چي په ملټري انټليجنس او آئي ايس آئي کښي وي، جنرل عاصم منير اولني آرمي چيف دي چي د سوډ آف آنر ترلاسه کړي دي۔ هغه د قرآن حافظ هم دی.

Leave a reply