په هند کښې د مذهبي آزادۍ باندې بندیزونو او د اقلیتونو سره د هند حکومت چلند په اړه امریکا اندیښنه څرګنده کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د نړیوالې مذهبي ازادۍ په اړه د متحده ایالاتو د کمیسیون نوي راپور په هند کې د مذهبي افراطیت، عدم برداشت او د اقلیتونو سره د زور زیاتي په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې.
په راپور کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې هند ته د مذهبي ازادۍ لپاره د ځانګړي اندیښنې هیواد حیثیت ورکړل شي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په هند کې د مذهبي ازادۍ وضعیت تر ټولو خراب و، د هند حکومت په ملي، ایالتي او محلي کچه د مذهبي تبادلې جبري کولو، جنسي تاوتریخوالی، مذهبي افراطیت، د عبادت ځایونو په ګډون د ملکیتونو ویجاړول، خپلسري توقیف او وژل. د مسلمانانو او مسلمانو ژورنالیستانو ځورول دوام لري.
په راپور کې ویل شوي، چې د مقبوضه کشمیر خبریالان محمد زبیر او صدیق کپن د هند د مودي حکومت له لوري په ناحقه ظلمونه کېږي او په هند کې د مذهبي ازادۍ او بشري حقونو مسلې لا هم د اندېښنې وړ دي.
………………………..






