د جماعت اسلامي امير سراج الحق او د پيپلز پارټۍ وفد د لاهور جنرل هسپتال کښې د کورنې تشدد قرباني شوې رضوانه عيادت وکړ.

0
186

باغي ټي وي رپورټ

سراج الحق د لاهور په جنرل هسپتال کې د علاج لاندې د کورنې کارکونکې رضوانې سره د ليدنې په مهال وويل چې د رضوانې سره د تشدد پيښه د يو جج په کور کې رامخې ته شوې چې د ټول ملت لپاره د شرم خبره هم ده۔

هغه وويل، دا پېښه په هغه کور کې شوې، چې مشر يې خلکو ته د قانون درس ورکول، د دې قاضي دنده خلکو ته د انصاف ورکول وو، خو د کور فضا يې له شرمه ډکه وه.

د پيپلز پارټۍ هيئت دغه راز په جنرل هسپتال کې دقومي اسمبلۍ دچیئرپرسن دښځو کاکس شاهده رحماني په مشرۍ دکورنۍ کارکونکې رضوا نه هم ليدنه وکړه.

په دې موقع شاهده رحماني ووئيل چې د رضوانې په ضد د وحشيانه تشدد مسله به په قامي اسمبلۍ كښې پورته كوي او د قرباني كورنۍ ته د انصاف په رسولو كښې به كومه كچه نه پرېږدي او حكومت دې هم د دغسې پېښو مخنيوي لپاره خپل کردار ادا كړي۔

بل خوا د لاهور د جنرل هسپتال پرنسپل ډاکټر الفريد ظفر وايي، د کورنې کارکونکې رضوانه چې د تشدد ښکار شوې وه، د پخوا په پرتله په ښه حالت کې ده، خو اوس هم اکسیجن ته اړتيا لري او د نرمو خوړو ورکول يې پيل کړي دي.

Leave a reply