د اسلامی امارت پلاوی او د ایران حکومت ځانګړې استازې ترمینځ په ماسکو کښې ملاقات

0
88

باغي ټي وي رپورټ
پرون د ماسکو فارمټ ناسته کښې د افغانستان اسلامی امارت د ریس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ کښې پلاوي د ایران حکومت د ځانګړي استازې حسن کاظمی سره یوه مهمه ناسته وکړه او په دې غونډه کښې په مهمو موضوعاتو او د دواړو هیوادونو په ګټه خبرې وشوې.

د افغانستان اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پانړه د امارت اسلامی په یو خبرپانړه کښې لیکي چې افغانستان د ریس الوزرا په مشرۍ کښې د ایران پلاوی سره غونډه کښې د د افغانستان او ایران ترمینځ د اړیکو ښه کولو په موضوع خبرې وشوې او ژمنه وشو چې داوړه هیوادونو به ددې سیمې د اقتصادي فرصتونه څخه ګټه پورته کړي.
په دې غونډه کښې داسې ژمنه هم وشوه چې په نزدې راتلونکي کښې به دواړه هیوادونه به په اوبو، بریښنا او دوه اړخیز تجارت ته وده ورکولو لپاره رول ولوبوی او په دې موضوعات به غونډې وکړي.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی او د ایران د پلاوي دا ناسته په داسې وخت کښې شوې چې په ۸ اتم اکتوبر د کندوز په خان آباد مسجد چې د جمعې ورځ وه او بیا دې پسې په جمعه ورځ په قندهار کښې د شیعه ګانو مسلک مسجد باندې برید وشو ، د دواړو بریدونو ذمه واري په افغانستان کښې د داعش خراسان ډلې په خپله غاړه واخسته.
د ایران حکومت له طرف نه هم ددې بریدونو متاثره شوې کورنیو لپاره مرستې راولیږل شوې ، ددې بریدونو په نړیوال کچ غندنه هم وشوه.
سیاسي او دفاعی شنونکي وایی چې که چرې په افغانستان کښې په صحیح توګه امن او ترقي لپاره د افغانستان سره ګاونډي هیوادونه رول ډیر زیات مهم دې ، که ایران اوغواړي او هم دغه شان پاکستان او نو چین او دوی خپل فعال کردار ادا کړي نو په افغانستان کښې تل پاتې امن راتلی شي.
څرګنده دې وی چې په دې موجوده وخت کښې چین هم دلته تجارتی ګټه په نظر کښې نیولي ده او که چین اوغواړي او دلته پانګه اچونه وکړي نو دا علاقي به د سي پيک په ذریعه وتړل شي او دې منقطو هیوادونو او نور عام اولس ته به ډیره ګټه وشي.

Leave a reply