چین کې چاودنه؛ لسګونه کسان پکښې وژل شوي دي

چین کې چاودنه؛ لسګونه کسان پکښې وژل شوي دي
د شین یانګ ایالت مسئولینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه د ګازو په نللیکه کې د تخنیکي ستونزې په نتیجه کې رامنځته شوې ده . چاودنه په یوې ودانۍ کې چې هم تجاري مرکزونو او هم پکې کورونو شتون درلود رامنځته شوې ده.
(2021 / 10 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په چین کې په یو رستورانت کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د چین په شمال ختیځ کې د شین یانګ په ایالت کې نن پنجشنبه د اکتوبر ۲۱ مه د سهار په ساعتونو کې په یو رستورانت کې درنده چاودنه وشوه.
د شین یانګ ایالت مسئولینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه د ګازو په نللیکه کې د تخنیکي ستونزې په نتیجه کې رامنځته شوې ده . چاودنه په یوې ودانۍ کې چې هم تجاري مرکزونو او هم پکې کورونو شتون درلود رامنځته شوې ده.
پدې پيښه کې لږ تر لږه د ۳ تنو د وژل کیدو او تر ۳۰ تنو ډیرو کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي. د ټپیانو نه د ځینو روغتيايي حالت ښه ندی.
د چاودنې سیمې ته د پام وړ مالي زیانونه هم اړولي دي.






