ناټو د افغانستان پۀ تړاو بلجیم کې غونډه جوړوي

ناټو د افغانستان پۀ تړاو بلجیم کې غونډه جوړوي
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې په دې غونډه کې افغانستان د اجنډا مهمه موضوع ده. د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې به په هغو مواردو هم خبرې وشي چې نړیوال په افغانستان کې د ترهګرۍ د بیا نه غوړېدو ډاډ ترلاسه کړي.
(2021 / 10 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې نن او سبا د افغانستان په اړه د ناټو دفاع وزیرانو غونډه جوړېږي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې په دې غونډه کې افغانستان د اجنډا مهمه موضوع ده. د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې به په هغو مواردو هم خبرې وشي چې نړیوال په افغانستان کې د ترهګرۍ د بیا نه غوړېدو ډاډ ترلاسه کړي.
ښاغلي سټولټنبرګ ویلي:
” موږ به په هغو موضوعاتو خبرې وکړو، چې ډاډه شو چې افغانستان د ترهګرو په پناه ځای نه بدلېږي. دغه راز طالبان به موږ ته حساب راکوي چې د ترورېزم، بشري حقونو او له افغانستانه په خوندي ډول د خلکو د ایستلو په برخو کې خپلې ژمني عملي کړي.”
اړوند موضوعات:
ناټو: د افغانستان په اړه پر نوو پلانونو خبرې روانې دي
ټاکل شوې په دې غونډه کې به د داعش د ځپلو په اړه هم غونډه جوړه شي.
دا پۀ داسې حال کې ده چې وړمه ورځ روسیې او راتلونکو ورځو کې به هند او ایران هم د افغانستان پۀ اړه نړیوالې غونډې راوبلي.






