ناټو: د افغانستان په اړه پر نوو پلانونو خبرې روانې دي

0
122

ناټو: د افغانستان په اړه پر نوو پلانونو خبرې روانې دي

وروسته تر هغه چې ناټو د امریکا په مشرۍ فوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورساوۀ، اوس دوی وايي د افغانستان په اړه د نوې طرحې جوړولو لپاره غونډه کوي، په دغه غونډه کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیران ګډون کوي او د افغانستان په اړه به بحث او تګلارې شریکوي.

 

(2021 / 9 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

وروسته تر هغه چې ناټو د امریکا په مشرۍ فوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورساوۀ، اوس دوی وايي د افغانستان په اړه د نوې طرحې جوړولو لپاره غونډه کوي، په دغه غونډه کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیران ګډون کوي او د افغانستان په اړه به بحث او تګلارې شریکوي.

افغانستان د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع وزیرانو د بحث موضوع ده. د راپورونو له مخې د ناټو د غړو هېوادنو ددفاع وزیرانو او لوی درستیزانو دوه ورځنۍ غونډه رابللې ده او د بحث مهمه موضوع یې افغانستان دی. د امریکا د فوځ لوی درستیز په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د ناټو غړو هېوادونو تر ټولو ستر هدف له افغانستان د احتمالي ترهګریزو ګواښونو او خطرونو له منځه وړل دي. د دۀ په وینا له همدې امله د ناټو دفاعي چارواکي د افغانستان په اړه پر خپلو راتلونکو پلانونو خبرې کوي.

غونډه پرون پیل شوې ده او نن به د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیران د افغانستان په اړه خپلې نوې تګلارې او پلانونه شریکوي.

تر دې وړاندې امریکا خبر ورکړی ؤ چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ممکن افغانستان د داعش په لوی مرکز بدل شې؛ خو طالبانو بیا د دغو خبرو غبرګون کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان کې هېڅ د داعش یا القاعده ګواښ نشته.

Leave a reply