د لاهور هائي کورټ د هغه ملکي قاضي د مېرمنې حفاظتي ضمانت منظور کړی چې په اسلام اباد کې يې د يوې کورنې کارکونکې شکنجه کړې وه.

0
115

باغي ټي وي رپورټ

د لاهور هائي کورټ د سول جج د مېرمنې حفاظتي ضمانت د اګست تر لومړۍ نېټې پورې منظور کړی دی.

ملزم پخپله هم تر دې دمه په تحقیقاتو کې شامل نه دی شوی او اوس ملزم د لاهور هائی کورټ نه حفاظتی ضمانت هم ترلاسه کړی دی.

اسلام آباد کښي د سول جج د ميرمني خلاف د نوکري د تشدد کيس کښي مقدمه درج کړے شوي ده او پوليس د سول جج په آبائي کلي کښي په کور چاپه هم وهلي ولي څوک ئي ګرفتاري نه دي کړي۔ د اسلام اباد پوليس وياند وايي چې د تورنو نيولو لپاره په ګوجرانواله، لاهور او راولپنډۍ کې عمليات شوي، خو تر اوسه يې نيولى نه دى.

د اسلام اباد پولیس د وژل شوې رضوانې د مور او پلار د پلټنو لپاره لاهور ته تللي دي

Leave a reply