د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د ښځو په اړه خپله خبره روښانه کړه.
باغي ټي وي رپورټ
تيره ورځ د پارليمنټ په ګډه غونډه کې د دفاع وزير خواجه اصف د پي ټي ائي ښځينه غړې تباهۍ او پاتې شونې بللې وې، چې د هغه پر څرګندونو د پي ټي ائي غړو سخت احتجاجونه او شور جوړ کړ.
اوس خواجه اصف په خپل وضاحتي بيان کې ويلي چې د ده خبرې د کوم ځانګړي جنس سره تړاو نه لري، د چا سپکاوی يې نه دی کړی، هغه څه چې ويلي يې سم دي او په خپله خبره ولاړ دی.
ده ووئيل د هغه خبرې د سیاق نه بهر اخستلې شي او مسله ګرځولے شي، گالې او فضول د پي ټي آئي روایات دي۔
د دفاع وزير وئيلي دي چې اول دې د پي ټي ائي ميرمنې د خپلې چيئرمېن لخوا د مريم نواز او فريال تالپور په ضد د بدې ژبې په استعمالولو معذرت وغواړي بيا به زه هم بښنه غواړم.
خواجه اصف هم لوڼې او خویندې لري، هغه باید داسې نه وای ویلي: نور عالم
بل لوري ته قومي اسمبلۍ کې دخبرو په مهال دپبلک اکاونټس کميټۍ چيئرمېن نور عالم خان وويل دخواجه اصف هم لوڼې او خويندې دي نو بايد داسې خبرې نۀ وې.
نور عالم خان وویل زه پوهیږم چې خواجه اصف هغه څوک دی چې د خپلې مور او خویندو درناوی کوي، د میندو او خویندو درناوی دې وشي، زه له ټولو مشرانو څخه غوښتنه کوم چې لومړی دې جمهوري چلند ته وده ورکړي.