د پاکستان د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف دوبۍ او سعودي عربستان ته له سفر وروسته اروپا ته ولاړ

باغي ټي وي رپورټ

نواز شریف به شاوخوا دوه اونۍ په اروپا کې تیر کړي او د کورنۍ نور غړي به هم ورسره وي، ټاکل شوې د دریو اروپايي هیوادونو په سفر کې د نواز شریف سره دوه مهمې لیدنې هم وشي.

اروپا ته د نواز شریف د سفر موخه پاکستان ته تر تګ مخکې له خپلې کورنۍ سره وخت تېرول دي.

په پام کې ده چې نواز شریف راتلونکې میاشت تر عامو انتخاباتو مخکې له پاکستانه ووځي