د ا.ا.ا: ښځو ته د سمیبولیک کار پر ځای رښتینی خدمت کوي

د ا.ا.ا: ښځو ته د سمیبولیک کار پر ځای رښتینی خدمت کوي
هغه په خپلو خبرو کې ویلي هغه ګنګوسې ناسمې دي چې ګواکي دوی به د ښځو چارو وزارت لغوه کوي او په خبره یې دا وزارت به موجود وي خو دوی یې د لا اغېزمنتیا او پراختیا لپاره پر یوه چوکاټ کار کوي.
(2021 / 10 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا وايي د ښځو چارو وزارت نه لغوه کېږي. د حکومت د ارشاد، دعوت او امر بالمعروف وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په تازه څرګندونو کې ویلي دوی ښځو ته د سمبولک کار پر ځای رښتینې خدمت کوي او د حرفوي زده کړو زمینه ورته برابروي.
اړوند موضوعات:
د افغان ښځو چارو وزارت لوحه لرې کړل شوه
هغه په خپلو خبرو کې ویلي هغه ګنګوسې ناسمې دي چې ګواکي دوی به د ښځو چارو وزارت لغوه کوي او په خبره یې دا وزارت به موجود وي خو دوی یې د لا اغېزمنتیا او پراختیا لپاره پر یوه چوکاټ کار کوي.
هغه زیاته کړې چې حکومت د سمبولیکو او تېر اېستونکو اقداماتو پر ځای د افغان مېرمنو لپاره رښتینې، با عزته او د اسلام په چوکاټ کې د ژوند او کار زمینه برابروي.




