د ا.ا.ا وايي چې د مسکو غونډې ټولو ګډونوالو ورته د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی 

0
90

د ا.ا.ا وايي چې د مسکو غونډې ټولو ګډونوالو ورته د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی 

مسکو ته تللی پلاوی وایي ټولو ګډونوالو په یوه خوله له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د مسکو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې پر ډېری مواردو ټولو اړخونو د نظر توافق درلود.

 

(2021 / 10 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

مسکو ته تللی پلاوی وایي ټولو ګډونوالو په یوه خوله له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د مسکو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې پر ډېری مواردو ټولو اړخونو د نظر توافق درلود.

دده په وینا ګډون کوونکو هېوادونو ویلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده کړل شي، بشري مرستې دې ډېرې شي، له نوي حکومت او بیا رغونې سره دې مرستې وشي او په افغانستان کې دې د ښې حکومتولۍ لپاره هڅې ډېرې شي. متقي دغه راز وایي دوی هم نړۍ ته ډاډ ورکوي چې افغانستان به په ټوله نړۍ کې د سولې په برخه کې همکار وي او هېچا ته به اجازه نه ورکوي چې ددغه هېواد له خاورې د نورو پر وړاندې استفاده وکړي.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا.ا وایي چې د مسکو غونډه کې لۀ روښانه او واضح دریځ سره ګډون کوو  

همدا راز د رییس الوزار مرستیال مولوي حنفي هم په خبري کنفرانس کې ویلي، دوی په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت جوړ کړی دی او د حکومت د لا پراختیا او پیاوړتیا لپاره کار کوي. هغه هم ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني او د پیاوړتیا او سموالي لپاره یې دې مرسته وکړي.

د پلاوي نورو غړو هم په خبرو کې وویل چې لا هم د پخواني حکومت زرګونه کارکوونکي پر خپل ځای دي او یوازې په سیاسي بستونو کې تغیرات راغلي دي چې دوی لا هم د حکومت د تنظیم او پراختیا په چارو لګیا دي او د ملت په خوښه به یو پیاوړی نظام او حکومت جوړ کړي.

Leave a reply