د افغان ښځو چارو وزارت لوحه لرې کړل شوه

0
104

د افغان ښځو چارو وزارت لوحه لرې کړل شوه

طالبانو تېره ورځ د افغانستان دښځو چارو وزارت لوحه لرې او پرځای یې  د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت لوحه ولګوله.

 

(2021 / 9 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

طالبانو تېره ورځ د افغانستان دښځو چارو وزارت لوحه لرې او پرځای یې  د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت لوحه ولګوله.

کابو یوه میاشت کېږي چې طالبان افغانستان کې واکمن دي، په دغه موده کې دوی یو شمېر وزارتو ته سرپرست وزیران وروپېژندل او د ځینو وزارتو لا هم راتلونکې نده معلوه چې آیا طالبان به دا وزارتونه فعال ساتي او که له منځه به یې وړي.

د دې وزارتونو له ډلې یو هم د ښځو چارو وزارت دی، که څه هم طالبانو په دې اړه رسمي دریځ ندی نیولی؛ خو ویلي یې دي چې ښځې به په لوړو څوکیو نه ګومارل کېږي، تازه یادې ډلې د ښځو چارو وزارت لوحه راکوزه او پر ځای یې د دعوت ارشاد امرب المعروف نهی عن المنکر لوحه ولګوله.

یادې چارې د یو شمېر افغان مېرمنو غبرګونونه راپارولي، دوی وايي چې ښځې به له وزارتونو او دولت څخه وباسئ خو له ټولنې یې نشئ ایستلی. دوی د طالبانو دغه عمل غندلی او دا یې د ښځړ پر وړاندې د تاوتریخوالي او دوه ګوني چلند یو ډول ګڼلی .

تر دې وړاندې نړیوالې ټولنې هم پر طالبانو غږ کړی ؤ چې که دوی د بشر حقوقو او د ښځو حقوقو ته درناوی ونکړي په رسمیت به یې ونه پېژنو.

 

Leave a reply