د افغاني سرې میاشتې سرپرست جده کې د ۵۰ زیاتو د ملي ټولنو، سره صلیب او ICRC مسؤلینو غونډه کې ګډون ترسره کړی.

0
187

د افغاني سرې میاشتې سرپرست جده کې د ۵۰ زیاتو د ملي ټولنو، سره صلیب او ICRC مسؤلینو غونډه کې ګډون ترسره کړی.

26 جولاي چهارشنبه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د سعودي عربستان د جدې په ښار کې له پنځوسو د زیاتو هېوادونو د ملي ټولنو (CICI)، د ICRC د نړیوالې کمیټې، د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون، د عربي هېوادونو د سرو صلیبونو او سرو میاشتو ټولنې او یو شمېر نورو خیریه سازمانونو په پینځمه مشورتي غونډه کې ګډون وکړ.

 

دغه غونډه په نړیواله کچه په غوره بڼه د بشري خدمتونو د ترسره کیدو په موخه د هېوادونو د ملي ټولنو ترمنځ د خادم الحرمین د سلاکار او د مکې د والي شهزاده خالد الفیصل په هڅو جوړه شوې وه. د غونډې په نننۍ ورځ په بشرپالو کړنو کې ډیجیټلي بدلون باندې بحثونه وشول او یو شمېر ګډونوالو د خپلو ملي ټولنو تجربې شریکې کړې.

اړوند موضوعات

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئیس ترکیه کې د یاد هیواد د سرې میاشتې له اجرائیوي مسؤل سره کتلي.

 

د ناستې په دویمه برخه کې د Human Touch نندارتون پرانیسته هم وشوه، چې په ترڅ کې یې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د یو شمېر ملي ټولنو او سازمانونو له مشرانو سره د افغاني سرې میاشتې پر فعالیتونو خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول، چې له افغاني سرې میاشتې سره خپلې مرستې روانې وساتل شي.

Leave a reply