وفاقي کابينې د احتساب عدالتونو د بيا تنظيم منظوري ورکړې ده۔

0
175

باغی ټی وی رپورټ

د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه شوې چې پکښې کابينې په 13 ايجنډا ايټمونو کښې د 12 ايجنډې منظوري ورکړې ولې کابينې د نېشنل کانابيس پالېسۍ منظوري ځنډولې چې راتلونکې اجلاس کښې به وړاندې کولې شي۔

د ذرائعو ترمخه کابينې د سرمايه کارۍ بورډ آرډيننس، ای پروټیکشن بل 2023 او پرسنل پروټیکشن بل کې د بدلونونو اصولي منظوري ورکړه.

سرچينې وائي وفاقي کابينې په اي سي ايل کې دبېلابېلو شخصيتونو نومونه شاملولو اؤ لرې کولو منظوري ورکړې ده اؤ داحتساب عدالتونو بيا تنظيمولو منظوري هم ورکړې ده.

دسرچينو ترمخه وفاقي کابينې دجولائي په 24مه نيټه د اي سي سي د پريکړو منظوري ورکړې وه اؤ دجولائي په 10مه نيټه دپرائيوټيائزيشن په اړه دکابينې کميټۍ د پرېکړو منظوري هم ورکړې وه.ددې نه علاوه دقانون سازۍ، بين الحکومتي تجارتي معاملو په اړه دکابينې کميټۍ د پرېکړو منظوري هم ورکړل شوې ده. .

کابینې د اسلام آباد نیچر کنزرویشن او وائلډ لائف مینیجمینټ ایکټ منظوري ورکړې، په داسې حال کې چې د اسلام آباد ہیلتھ کیئر اتهارټي د سلیکشن کمیټې د غړي د تقرر او د ایس این جی پی ایل د بورډ آف ډائریکټرز جوړولو منظوري هم ورکړې شوې ده.

Leave a reply