د سندهـ او بلوچستان په غرنیو سیمو کې د وروستیو بارانونو له امله حب ډیم په بشپړ ډول له اوبو ډک شوی، چې هر وخت به د سپرلیو څاڅکي راوتلی شي.

باغی ټی وی رپورټ
د واپډا زرائعو ترمخه د حب بند د سپل ویز نه د اوبو د اخراج لپاره صرف یو نیم انچ لیول پاتې دی او د حب ډیم نه اضافي اوبه به هر وخت د سپل ویز په ذریعه سیند ته په خپلسري توګه اوړي.
په حب بند کې وروستیو بارانونو د حب په بند کې د اوبو کچه 10 فوټو ته پورته کړې او اوسیدونکو ته یې د حب په سیند کې د احتمالي سیلابونو خبرداری ورکړی.
د واپډا ذرائعو ترمخه حب ډېم کښې د جولائي تر 22مې نېټې پورې د اوبو سطحه 329 فټه وه، په دې بند کښې د اوبو ذخيره کولو ظرفيت 339 فټ دے.
تېر کال هم د حب بند د بشپړ ډکېدو له امله په سيند کې سېلاب راغلى و، چې په ترڅ کې يې د حب سيند پل هم سخت زيانمن شوى و.
حب ډیم کراچۍ ته د څښاک او نورو استعمال لپاره اوبه رسوي، په ورته وخت کې د بلوچستان په ډېرو سیمو کې ځمکې کرل کېږي.






