خيبرپښتونخوا کښي تيرو څلور ورځو کښي د سخت بارانونو او د زمکي ښوئيدو له وجي پينځه کسان مړه او څوارلس ژوبل شوي دي حکومت به د مړو خاندانونو ته يو لاک روپئ ورکړي۔

0
201

باغي ټي وي رپورټ

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ولایتي ادارې (PDMA) د راپور له مخې، په ټول ولایت کې د سېلابونو او بارانونو له امله ۸۳ کورونه جزوي او ۱۲ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

سيکرټري ريليف عبدالباسط متاثرينو ته هدايات کړي دي چي د پاليسئ مطابق فوري امدادي معاوضي ورکړي۔ عبدالباسط وويل د باران او سيلاب ځپلو ضلعو لپاره شپږ کروړه روپۍ جاري کړي شوي دي۔

جیو نیوز سره په خبرو کې د PDMA ویاند تیمور علي ویلي چې وژل شویو ته به لس لکه روپۍ ورکول کیږي.

هغه زياته کړه چې په حادثو کې سخت ژوبل شوي کسانو ته به د 2 نه تر 3 لاکه روپۍ ورکول کيږي، په داسې حال کې چې لږ ژوبل شوي کسانو ته به 50 زره روپۍ ورکول کيږي. د پي ډي ايم اے وياند ترمخه د قدرتي آفتونو له وجې د دوه يا زياتو کمرو سره تباه شوي کور ته به دوه لاکه روپۍ ورکولې کيږي او د يو کوټې سره تباه شوي کور ته به يو لاکه روپۍ ورکول کيږي۔

هغه وويل، هغه کور ته به ٨٠ زره کلدارې ورکول کېږي چې په کې يوازې يوه کوټه ويجاړه شوې وي، په داسې حال کې چې د طبيعي پېښو په صورت کې که د کوم کور څلور دېوالونه نړېدلي وي، ٥٠ زره کلدارې ورکول کېږي.

Leave a reply