د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د نگران وزيراعظم په اړه بحث د وخت نه مخکې دی، په دې اړه به د پي ډي ايم او اتحادي قيادت فيصله کوي۔

0
198

باغي ټي وي رپورټ

يو شخصي ټي وي چينل ته د مرکې په مهال اسحاق ډار وويل د نگران وزيراعظم د ټاکلو په اړه مشاورت لا نۀ دى پيل شوى، د نګران وزيراعظم په اړه د قيادت فيصله به مني.

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د نگران حکومت د اختياراتو زياتولو نه بغير ملک نه شي چليدلې، د نگران حکومت لپاره دې د ٦٠ ورځو پرځاي ٩٠ ورځې وي، دا د اليکشن کميشن ذمه واري ده چې ملک کښې منصفانه او شفاف انتخابات ترسره کړي . دغه راز اسحاق ډار وويل چې ما ويلي و چې پاکستان به ډيفالټ نه کوي، د پي ټي ائي دورې په مهال د روپۍ ارزښت کميدل شروع شو، د ډالر په مقابل کې د روپۍ حقيقي ارزښت 244 روپۍ دى.

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې پارليمنټ د پنځه کلنې نااهلۍ فيصله کړې ده، د نوازشريف او جهانګير ترين د نااهلۍ پنځه کاله پوره شوي دي۔

هغه وويل چې نوازشريف به په زوره وطن ته ستنيږي او په ټولټاکنو کې به برخه اخلي، هيواد د نواز شريف په شان مشر ته اړتيا لري.

ياده دې وي چې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) جنرل سيکرټري احسن اقبال وئيلي وو چې که ټول ګوندونه د خزانې د اوسني وزير اسحاق ډار په نوم متفق شي نو هغه به نگران وزيراعظم شي.

خو وروسته د دفاع وزیر خواجه اصف وویل، چا چې اسحاق ډار ته د سرپرست صدراعظم جوړولو وړاندیز کړی، سمې خبرې نه کوي.

د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، د سیاسي مشرتابه سره نږدې کس باید نگران لومړی وزیر نه شي، د ټاکنو د شفافیت لپاره باید هر ډول هڅې وشي.

Leave a reply