باغي ټي وي رپورټ
سټيټ بينک د تبادلې کمپنيز دستورالعمل کښې تعديل يو سرکلر جاري کړے دے د کوم له مخې چې د پيسو بدلونکي به وکولی شي د بهرنۍ اسعارو د صادراتو په مقابل کښې نغدې ډالر وارد کړي.
په سرکلر کې راغلي چې د تبادلې شرکتونو ته به اجازه ورکړل شي چې د صادر شوي اسعارو ارزښت 50 سلنه په نغدو پیسو وارد کړي او پاتې 50 سلنه صادر شوي اسعار باید په بانکونو کې د تبادلې شرکتونو بهرني اسعارو حساب ته راوړل شي. تر دې مخکې د تبادلې شرکتونه اړ وو چې د صادر شویو بهرنیو اسعارو په بدل کې ټول ډالر بانکي حساب ته راوړي.
د سرکلر له مخې، د پیسو بدلونکو ته اجازه ورکړل شوې چې د دسمبر تر 31، 2023 پورې نغدي ډالر وارد کړي.
د اسعارو سوداګر وايي چې ډالر به د کارګو امنیتي شرکتونو له لارې له بحرین، سینګاپور او دوبۍ څخه د نغدو پیسو په بڼه واردیږي.










Leave a Reply