ترکیې خپل فوځي وسائل نندارې وړاندې کړل 

0
86

 ترکیې خپل فوځي وسائل نندارې وړاندې کړل 

دا تطبیقات د اکتوبر په ۲۸ مه نيټه پایته رسیږي. همداشان د تطبیقاتو د پیلیدو سره سم د ترکیې دفاعي‌ صنایع خپل قوت او طاقت هم نندارې ته وړاندې کړ. ترکیې دفاعي‌ صنایع لخوا تولید شوي‌ یو زیات شمیر مهم توغندي، ډرون ټکنالوژي او زیرک مهمات د چناق قلعه ولایت د نارا په قلعه کې نندارې ته وړاندې شول.

(2021 / 10 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نصرت ۲۰۲۱ دولتي‌ تطبیقات د ترکیې د چناق قلعه په ولایت کې پيل شول.

دا تطبیقات د اکتوبر په ۲۸ مه نيټه پایته رسیږي. همداشان د تطبیقاتو د پیلیدو سره سم د ترکیې دفاعي‌ صنایع خپل قوت او طاقت هم نندارې ته وړاندې کړ. ترکیې دفاعي‌ صنایع لخوا تولید شوي‌ یو زیات شمیر مهم توغندي، ډرون ټکنالوژي او زیرک مهمات د چناق قلعه ولایت د نارا په قلعه کې نندارې ته وړاندې شول.

پدې نندارتون کې تر ټولو زیات جلب توجه په وسلو سمبال ډرون کښتۍ وکړه.

ترکیې دفاعي‌ صنایع لخوا جوړه شوې د سیدا په نامه په وسلو سمبال ډرون کښتۍ نندارې ته وړاندې شوه. دا کښتۍ چې په پام کې ده په نږدې راتلوونکې کې د ترکیې سمندري‌ ځواکونو ته وسپارل شي‌ په کامله توګه اټوماتیک ډول سره پرته د هر ډول مرستې کولی شي‌ خپل ماموریت په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسوي.

همداشان د سیدا په نامه دا ډرون ټکنالوژي‌ د مختلفو ماموریتونو لپاره په څو ډولونو کې جوړې شوي‌ دي. د اوبو د پاسه د جګړې، تحت البحري‌ دفاعي‌ جګړه، د هوايي دفاعي‌ موخو او ماینونو پر وړاندې د تدابیرو نیولو د موخو لپاره.

دا کښتۍ په مختلفو ځانګړتیاو او ټکنالوژۍ سمبال دي‌ چې شرایطو ته په کتو سره به ترینه کار اخیستل کیږي.

اړوند موضوعات: 

ترکیې ته د امریکا د نویو الوتکو وړاندیز کړی دی 

همداشان پدې نندارتون کې د ترکیې د راکټسن شرکت لخوا جوړ شوي‌ د اتماجا په نامه توغندي‌ چې په نړۍ کې د خپل همزولو په منځ کې تر ټولو ښه توغندي‌ دي نندارې ته وړاندې شوي‌ دي. دا توغندي‌ په وچه او اوبو کې ټاکل شوي‌ هدفونه په ډیر بریالي‌ توګه له منځه وړي.

په نندارتون کې د ترکیې د اسلسن شرکت لخوا جوړ شوی د اورکا په نامه زیرک توغندی او ډوفاس په نامه رادار سیستم هم نندارې ته وړاندې شوی دی.

د ډوفاس رادار  سیستم په سمندر کې  هم  په ډیرو لرو مصافو کې تحت البحري‌ کښتۍ  د تثبیتولو ځانګړتیا لري.

همداشان د ترکیې د ټکنالوژیکو علمي‌ څیړونو  ادارې لخوا جوړ شوی د کوزګون په نامه توغندی چې په خپلو همزولو کې تر ټولو پرمختللی توغندی دی نندارې ته وړاندې شوی دی. دا توغندی هم زیرک توغندی دی چې خپل هدف په ډیر چټکۍ سره لمنځه وړو توان لري.

Leave a reply