ترکیې ته د امریکا د نویو الوتکو وړاندیز کړی دی 

ترکیې ته د امریکا د نویو الوتکو وړاندیز کړی دی 

اردوغان ویلي، امریکا ورته ویلي چې دوی د اف-۱۶ الوتکو ورکړې ته چمتو دي خو په اوسنیو شرایطو کې ورته اف-۳۵ الوتکې نه شي ورکولی.

 

(2021 / 10  / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

غربي رسنیو راپورونه ورکړي دي چې ترکیه لۀ امریکا څخه د اف- ۳۵ جنګي الوتکو پېرلو لپاره پر ورکړل شویو پیسو غواړي له دغۀ هېواده اف-۱۶ جنګي الوتکې وپېري؛ خو اردوغان نن په همدې اړه رسنیو ته ویلي چې دا وړاندیز ورته امریکا کړی دی او دوی تر اوسه پورې تایید کړی نه دی.

اردوغان ویلي، امریکا ورته ویلي چې دوی د اف-۱۶ الوتکو ورکړې ته چمتو دي خو په اوسنیو شرایطو کې ورته اف-۳۵ الوتکې نه شي ورکولی.

اړوند موضوعات: 

ترکیه د امریکا له خبرداري سره له روسیې دویم دفاعي سیستم هم اخلي

د یادونې ده چې انقرې د اف-۳۵ پرمختللو جنګي الوتکو لپاره امریکا ته یوه اندازه پیسې ورکړې دي خو کله چې ترکیې له روسیې څخه د اس-۴۰۰ دفاعي سیسټم پیرلو تړون لاسلیک کړ امریکا ترې په شا شوه او اوس د دې لپاره چې ترکیه ترې ورکړل شوې پیسې بېرته ونه غواړي نو ورته یې د اف-۱۶ الوتکو ورکړې وړاندیز کړی دی.

د یادونې وړ ده چې امریکا د ترکیې لۀ روسیې څخه د ایس ۴۰۰ سیستم د پیرلو مخالفت کړی ؤ او ویلي ئې ؤ چې که ترکیه دغه سیستم واخلي بندیزونه به پرې ولګېږي؛ خو ترکیې بیا ویلي ؤ چې دوی به دغه سیستم اخلي او د امریکا پروا به نۀ ساتي.