محمد صادق خان په ماسکو کښې د اسلامی امارت چارواکو سره کتلي
باغي ټي وي رپورټ
په روس کښې تابیا شوې د ټرایکا غونډې ترڅنګ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق خان د امارت اسلامی وفد سره یو مهم ملاقات کړې دي.
په دې غونډه کښې د افغانستان اولس لپاره په بشري مرستو زور ورکړې شوې دې او د پاکستان له طرف نه دا دریځ وړاندې شوي دې چې په دې سخت وخت کښې افغانان باید یواځي پرې نه ږدو او دوی سره نړۍ بشري مرستې پیل کړي. په دې غونډه کښې د افغانستان کنګل شوي پیسو په اړه هم خبرې شوې او دا غوښتنه شوې چې په افغانستان کښې د یو انساني بحران نه د بچ کیدلو لپاره او ددې انسانی بحران مخنیوي لپاره نړۍ له په کار دي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي او افغانستان ته ی ورکړي چې د لته د افغان اولس او د هیواد په پرمختګ خرچ کړې شي.
یاده دې وی چې د پاکستان د افغانستان او افغان اولس لپاره په نړیوال کچ دا دریځ وړاندې کړي او په افغانستان کښې ی د امن د ټینګولو او دې هیواد سره د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.
https://twitter.com/Shahid_Khan_Blo/status/1450922186269675520