په پاک افغان پوله خبرې بې پایله ختمې شوي

0
88

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان او افغانستان ترمینځ په ګډه پوله سپین بولدک او د چمن د لارې پرانستلو او په دې پوله اسانتیاوې پیدا کولو لپاره د پاکستاني او افغان چارواکو ترمینځ خبرې بې پایلي ختمې شوي دي.

افغان خبري آژانس پژواک یو رپورټ مطابق پرون په د سپین بولدک او د چمن د لارې د پرانستلو په اړه ، په دې پوله د مسافرو او سوداګرو لپاره اسانتیاوې پیدا کولو لپاره د افغان چارواکو او پاکستاني چارواکو ترمینځ خبرې وشوی خو د رپورټ مطابق دا خبرې بې څه پایله پای ته رسیدلي دي او پوله وس هم لا تړلې ده.
د پژواک رپورټ مطابق پخوا به د سپین بولدک او چمن لار د سهار په ۷:۰۰ اووه بجې پرانیستل شوه او دغه شان به د مازدیګر په ۶:۰۰ شپږ بجې تړل کېدله، خو په دې وروستیو کښې به دغه پوله د سهار په ۸:۰۰ بجې پرانیستې شوه او د مازدیګر په ۴:۰۰ څلور بجې به وتړل شوه.
یو افغان سوداګر چې په دې ناسته کې شریک وو، او نه غواړي چې نامه ی څرګنده شی پژواک اژانس ته وویل، د دواړو لورو خبرې بې پایلې پای ته ورسېدلې او د افغان له لوري چاروکو د پاکستان پولې چارواکو اوغوښتل چې د لارې خلاصیدو موده دې ۸ اتو ساعتو نه تر ۱۸ اتلسو ساعتونو پورې وغځوي.
افغان چارواکو دا غوښتنه هم کړې چې د افغان غاړې د ولایتونو خلک دې په تذکرو پریښودل شی او پاکستان غاړې به د سوېلي پښتونخوا اوسېدونکي به د مهاجر کارډ او په شناختي کارډ پرېښودل کېږي.
یاده دې وی چې پرون په تورخم پوله هم د ملګري ملتونو د افغان مهاجرینو اړوند ادارې (یو این ایچ سي آر) په مشرۍ کښې یوه غونډه او یوه ورځنې ټریننګ په پوله مقرر اهلکارو لپاره تابیا شوې وو.
په دې غونډه او ټریننګ کښې په پوله د موجوده تګ راتګ جاج واخستل شول، په پوله د خلقو د تګ راتګ او د انساني سمګلنګ په اړه هم ټینګار وشو، د مهاجرینو په اړه د نړیوال قانون او اصولو په اړه هم خبرې وشوې.
په دې غونډې کښې، د تورخم په پوله سرچینو مطابق، په خپله خوښه د پاکستان نه د افغانستان په لور د افغان مهاجرینو د واپسې په موضوع هم ټینګار وشو.
د سرچینو مطابق په تورخم پوله داسې پلان روان دې چې امکان لري چې په یو څو ورځې کښې د تورخم پوله د عام تګ راتګ لپاره پرانستل شی خو دې لپاره به حکومتي چارواکي یو ځانګړي شرطونو او قانون عملی کړي.

یاده دې وی چې د سپین بولدک او چمن پوله د تیرو ۱۵ ورځو نه تړل شوي دې، په دواړو طرف په سلګونو د تجارتی مالونو ډک ټرکونو بند پاتي دي چې سوداګرو ته ی لوی مالی زیان رسولې دې ولې بل طرف ته په تورخم پوله تجارت روان دې خو په دې پوله هم سوداګر یو شمیر ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي چې ددوي ستونزې دې هواري ، په تورخم پوله دې ددوی آن لاین کلیرینس تیز کړې شی او د افغانستان لور نه دې هم زیاتو د تازه میوو ټرکونو ته اجازت ورکړی چې پاکستان ته راداخل شي.

Leave a reply