باجوړ کښې د سیکوریټی ځواک په ګاړي برید شوې

0
101

باغي ټي وي رپورټ
د ضم قبایلي علاقو په باجوړ سیمه ماموند کښې په تیر بانډه ګۍ سیمه کښې د سیکوریټي ځواک په ګاړي یو هدفي برید شوې دې ، سرکارۍ سرچینو مطابق په دې برید کښې ۴ څلور د سیکوریټي اهلکار شهیدان شوي دي.

د باجوړ یو ځایی خبریال د ټویټر په پانړه خپور رپورټ مطابق چې هغه هم وایی چې دا پولیس سرچینو ورته ویلي دي، عبدالصمد ، نورحمان ، جمشید او مدثر ژوند له لاسه ورکړې دې.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې د پاکستان وزیرداخله د تورخم پولې دوره وکړه او رسنیو ته په ډاګه کړه چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ کښې ۸۰ اتیا زره عام وګړي او د سیکوریټي اهلکار شهیدان ورکړي دي، په زرګونو ټپیان شوي هم دي. یاده دې وی چې د باجوړ ضلع د افغانستان کونړ ولایت سره تړلې پوله لري.

Leave a reply