د وکيل عبدالرزاق شر د وژنې په مقدمه کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د چيئرمين عمران خان د نامزدګۍ په اړه تحقيقاتي رپورټ سپريم کورټ ته جمع کړے شوے دے۔

0
103

باغي ټي وي رپورټ

د بلوچستان پراسیکیوټر جنرل د قتل کیس په اړه تحقیقاتي رپورټ سپریم کورټ کښې جمع کړې دې. رپورټ کښي وئيلي شوي دي چي د ايف آئي آر مطابق مقتول د پي ټي آئي چيرمين خلاف د آرټيکل شپږم مقدمه درج کړي وه او مقتول ته د پي ټي آئي چيرمين خلاف د آرټيکل شپږم د لګولو ګواښونه هم شوي وو۔

رپورټ ترمخه د پلټنو په مهال د کورنو چارو وزارت لخوا د جون په اتمه نيټه 7 کسيزه جے آئي ټي جوړه کړې شوې وه د ډي آئي جي سي ټي ډي په مشرۍ کښې جے آئي ټي تر اوسه 8 اجلاسونه کړي دي چې پکښې د پي ټي آئي چيئرمېن په شمول 4 شکمن کسان شامل دي او د جے آئي ټي په اوله غونډه کښې د ملزمانو د بلنې فيصله شوې وه۔ رپورټ کښي وئيلي شوي دي چي د مقتول د ميرمني او دوه وروڼو بيانونه هم ريکارډ کړے شوي دي چي تر اوسه پوري د پي ټي آئي چيرمين په اړه څه قسمه تحقيقات نه دي شوي۔

Leave a reply