سکردو سره نزدې د بارانونو له وجې د ځمکې ښوئيدو په نتيجه کښې درې کسان مړه او دوه ژوبل شوي دي۔
باغي ټي وي رپورټ
د ریسکیو چارواکو وینا ده چې په مړو کښې یوه مور او ماشومان هم شامل دی، د ماشومانو پلار په ژوبل حالت کښې هسپتال ته منتقل کړے شوے دے ولې تر غره لاندې د ډیرې مودې راهسې د کنډک لاندې ناست کس ژوندی نیول شوی دی.
په سکردو کې له څو ورځو راهیسې پرله پسې بارانونه روان دي، په داسې حال کې چې په چلاس ښار او دیامر کې سیلابي حالت دی. دې نه علاوه تيره ورځ په ټول ملک کښې د بارانونو له وجې مختلفو پيښو کښې 13 کسان مړه شوي وو، د موسمياتو محکمي نن د ملک په زياتره سيمو کښې د تيزو هواګانو او تندرونو سره د باران امکان څرګند کړے دے۔
بل لوري ته په بلوچستان کې د مونسون وروستو بارانونو د ځاني او مال زيانونه اړولي، په آواران، قلعه سيف الله، ژوب او خضدار کې په بيلا بيلو پيښو کې شپږ کسان وژل شوي، څلور کورونه په مکمله توګه ويجاړ شوي، څاروي هم په سيلابونو کې له مينځه تللي دي.
د سندهـ صوبې په جېکب آباد، شکارپور او ګرده نوښار کښې هم تيره ورځ د دې نه علاوه په کراچۍ کښې هم تيره ورځ په يو شمير ځايونو کښې تيز باران او په يو شمير ځايونو کښې صرف باران شوے دے۔