په سپريم کورټ کې په کوئټه کې د وژل شوي وکيل عبدالرزاق شر په مقدمه کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) چيئرمېن عمران خان په درخواست د اورېدنې بنچ يو ځل بيا بدل شو.
باغي ټي وي رپورټ
سپريم کورټ کښې د پي ټي آئي چيئرمېن د درخواست اورېدنې لپاره جوړه شوې اولنې بنچ بحال کړې شو۔
د سپريم کورټ د نوي کاز لسټ له مخې جسټس مسرت هلالي به د درې کسيزه بنچ برخه وي.
د جمعې په ورځ جاري شوي کاز لسټ کښې د پي ټي آئي چيئرمېن په درخواست د اورېدنې بنچ بدل کړے شو او د جسټس مسرت هلالي په ځائې جسټس محمد علي مظهر په بنچ کښې شامل کړے شو۔
د جسټس يحيى آفريدي په مشرۍ کې درې کسيزه بنچ به د جولايي په ٢٤مه د کېس اورېدنه کوي، جسټس مظاهر نقوي هم په درې کسيزه بنچ کې برخه لري.
سپريم کورټ د وکيل قتل کيس کښې د ضمانت لپاره د پي ټي آئي چيئرمېن په ذاتي توګه طلب کړی دی.