د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي پيپلز پارټۍ، مسلم ليگ(ن) اؤ جميعت علمائي اسلام (جي يو آئی) ددغه منافع خور نظام چوکيداران دي.

باغي ټي وي رپورټ
په کوټه کې د جماعت اسلامي بلوچستان له خوا ترسره شوي صوبايي انتخاباتي کنونشن ته په خطاب کې د جماعت اسلامي امير وويل د پاکستان ډيموکريټک موومنټ (پي ډي ايم) امام مولانا فضل الرحمان دی خو د پي ډي ايم په حکومت کې د سود کچه له ۱۷ څخه ۲۲ فيصده ته لوړه شوې ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې موږ د هېواد يو صادق او وفاداره رهبري ټاکلې ده، دا د جماعت اسلامي، مسلم ليګ ن، پيپلز پارټي او پي ټي ايي په څېر نه ده، چې څوک غړي شي، څوک وزير شي، دا زموږ بريا نه ده، موږ په اسمبلۍ کې د شمېر له مخې کم يو، خو په هېواد کې د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره بايد په ګډه مبارزه وکړو. سراج الحق وويل په هيواد کې داسلامي انقلاب لپاره هر څه قربانولو عزم کول پکار دي، پي ټي ايم، پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ نون يا پي ټي ائي ټول ناکام شوي دي، دغو ګوندونو سره د انقلاب کوم پروګرام نشته.
ده ووئيل سود خور نظام او پاكستان يو ځائ نشي چلېدلے، د پي ټي اېم امام مولانا فضل الرحمان دے، د هغه په موجودګۍ كښې د سود شرح زياته شوې، مونږ د خېبرپښتونخوا حكومت په راتلو سره سود نظام ختم كړو۔
د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې د پي ټي اېم سره ځکه نه يوځای شوي چې د دوي مقصد صرف اقتدار ته رسيدل وو۔
هغه وويل، دغو ګوندونو د احتساب ادارې، زراعت او صنعت تباه کړي، په المارۍ کې يې د ساعت، ګلدان، موټر او غالۍ په ګډون څه نه دي پاتې، په هېواد کې ظالم حکومت مسلط دی، د برېښنا نرخونه زيات شوي، اوس د برېښنا يو يونټ ٦٠ روپۍ اخلي.
هغه وويل چې دا هېواد بدلون او انقلاب ته اړتيا لري، د سياسي ګوندونو مشران خپلو بچو ته د منصبونو په ورکولو اندېښمن دي، موږ به د سود پر ځاى د زکات او عشر نظام نافذ کړو.
هغه وويل ملتپال ګوندونه دبلوچستان دپرمختګ خنډ دي، په بلوچستان کې به په لمړي ځل جماعت اسلامي په ټولو حلقو کې په ټولټاکنو کې برخه اخلي






