د لاهور په هوايي ډګر کې د ګمرک یو مامور له یوه مسافر څخه په ډالرو رشوت غوښتی و.

0
187

باغي ټي وي رپورټ

د لاهور په هوايي ډګر کې د عمران الهي په نوم د ګمرک یوه مامور له یوه مسافر څخه ۱۰۰ کاناډايي ډالر د رشوت په توګه غوښتي وو.

د بډې د نه ورکولو په صورت کې د ګمرک مامور له مسافر نه د نهه نیم زره ډالرو د اختلاس ګواښ وکړ، مسافر د ګمرک له مامور څخه د رشوت د غوښتلو ویډیو جوړه کړې وه.

په دې اړه د ګمرک چارواکي وايي، د ګمرک هغه مامور چې له مسافرو يې رشوت غوښتى و، دندې ځنډول شوې او مرکزي دفتر ته يې د راپور ورکولو امر کړى دى.

Leave a reply